عراقچي: ايران به د اسرائيلو د تېري په وړاندې غوڅ ځواب ووايي

کابل- ایرنا- د اسراییلو رژیم د ایران پر اټومي تاسیساتو له تیری وروسته، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ته په یوه لیک کې د اسراییلو رژیم د تیریو د غندلو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې: د اسلامي جمهوریت به د دغه تیری په وړاندې غوڅ ځواب ووايي.

د ایرنا د خبر له مخې، د اسراییلو پوځي رژیم د ایران په خاوره کې په ځینو ځایونو په ځانګړې توګه د نطنز په اټومي تاسیساتو برید وکړ، د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر “رافیل ګروسي” ته په یوه لیک کې د اسراییلو رژیم د اټومي تاسیساتو په وړاندې د تیریو د صریح غندلو غوښتنه وکړه.

عراقچي په دغه لیک کې د اټومي تجهیزاتو او موادو د ساتنې په موخه د ځانګړو اقداماتو د نیولو په اړه د ایران د تصمیم ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د اسلامي جمهوریت به د دغه تیری په وړاندې غوڅ ځواب ووايي. 

هغه دغه راز د مدیرکل څخه وغوښتل چې د دغه وضعیت د څېړنې لپاره دې د حاکمو شورا بیړنۍ غونډه جوړه کړي. د یادونې وړ ده چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د حاکمو شورا د اسراییلو د برید څخه څو ساعته مخکې د ادارې د مدیرکل بې بنسټه راپورونو پر بنسټ د اسلامي جمهوریت په وړاندې یو مغرضانه پرېکړه لیک صادر کړی و.

د ایرنا د خبر له مخې، د جمعې په سهار د غبرګولي په ۲۳ مه، ۱۴۰۴ کال د اسراییلو د ترهګریزو بریدونو په پایله کې په تهران او د ایران یو شمېر ښارونو کې، یو شمېر پوځي قوماندانان، ساینس پوهان او ملکي وګړي شهیدان شول.

د اسراییلو رژیم دغه جنایت ته په پام سره، د ایران ستر رهبر د دغه هېواد ملت ته په یوه پیغام کې وویل: رژیم باید د سختې سزا په تمه وي.

د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو پیاوړی لاس به یې د الله په مرسته پرې نږدي.

د ایران د کړکیچ مدیریت ادارې هم له ښاریانو وغوښتل چې خپل ارامتیا وساتي، د عامه نظم د ساتلو په موخه، له هر ډول بېړه ډکو اقداماتو څخه چې د عامه اضطراب لامل کیږي، ډډه وکړي، یوازې رسمي او معتبرو معلوماتو ته پام وکړي، خبرونه او رسمي لارښوونې یوازې د ملي رسنیو، معتبرو ارتباطي چینلونو او رسمي رسنیو څخه ترلاسه کړي او د مجازی فضا فعالان هم په ټولنه کې د رواني امنیت لومړیتوب په پام کې ونیسي، د غیر ضروري تګ راتګ څخه تر امکان پورې ډډه وکړي او د اړتیا په صورت کې د امدادي کادر سره همکاري وکړي.

د پای پيغام.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .